ډېر لوستل شوي

پاکستان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ۳۷ بريدونه شوي

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې ۳۷ لوی او کوچني بريدونه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو لويو او کوچنيو بريدونو کې وسله‌والې نښتې، بمې چاودنې او د لاسي بمونو پېښې شاملې دي، چې يوازې پښتونخوا کې ۲۳ کوچني او لوی بريدونه شوي دي.

په يادو چاودنو کې يوه هم د پېښور په اورمړو سيمه کې د تېرې ورځې مازيګر په يوه ځايي جومات کې پر مشهور ديني عالم مفتي منير شاکر شوې، چې په پايله کې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دا په داسې مهال ده، چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ مخ په پراخېدو ده، چې له امله یې د پاکستان د لومړي وزیر په ګډون پوځي چارواکي سخت وارخطا شوي دي.

اړوند خبرونه