ډېر لوستل شوي

د افغانستان سوداګريزې راکړې ورکړې؛ ۲۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت انتقالات شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د کابل، کندهار او بلخ له هوايي ډګرونو بهرنيو هېوادونو ته د ۲۹۵ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.

د ياد وزارت په وينا، له دې جملې ۱۲۸ ميليونه ډالر په ارزښت صادرات او د ۱۶۷ ميليونه ډالره په ارزښت هم واردات شوي دي.

په دې صادارتو کې وچې مېوې، زعفران، وچ او تازه انځر، عناب، جلغوزه نوې جامې، لاسي صنايع او نور توکي شامل دي.

ياده دې وي، چې په وارداتو کې بېلابېل درمل او د برقي توکو وسايل هم شامل دي.

د دغو سوداګریزو فعالیتونو دوام او پراختيا نه یوازې د ملي عوایدو د ډېروالي لامل کېږي؛ بلکې د هېواد د تولیدي سکتور د لا پرمختګ، د پانګوالو د جذب او د کار فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره هم مثبتې پایلې لرلی شي.

اړوند خبرونه