ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د يوناما ماموريت غځېدو ته غبرګون ښودلی

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد د يوناما ماموريت د غځېدو په تړاو غبرګون ښکاره کړی دی.

ښاغلي مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه استازولۍ باید د افغانستان او ملګرو ملتونو او د نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پياوړتیا، په افغانستان کې د امنیتي، اقتصادي او ټولنيز پرمختګونو په سم انعکاس او د افغانستان د خلکو د نړیوالو حقوقو د ترلاسه کولو، د بې‌ځایه بنديزونو لرې کولو، د پيسو د غصب د پای ته رسولو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ بیرته افغانانوته په سپارلو تمرکز وکړي.

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح‌الله مجاهد په دې خبرپاڼه کې له يوناما استازولۍ غوښتي، چې د تېر په څېر بې‌ځايه اندېښنې وانه‌چوي او د مغرضو کړيو د لاس آله نه‌شي.

اړوند خبرونه