د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو له خپل ترکي سيال هاکان فيدان سره په ليدنه کې په دې هېواد کې د وروستيو لاريونونو او نيولو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ټامي بروس ويلي، په دې ناسته کې دغه راز د دوه اړخيزه سوداګرۍ پرمختګونو او د لا پراخې سوداګريزې ملګرتيا په تړاو هم خبرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې په ترکيې کې په دې وروستيو کې لارينونو د دې هېواد کورنی وضعيت خراب کړی او ولسمشر رجب طيب اردوغان هم خپل سيال او د استانبول ښاروال امام اوغلو د محکمې لپاره په بند محکوم کړ.