ډېر لوستل شوي

ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې اترې وشوې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير سلاکار محمد رضا بهرامي او په کابل کې د ایران له سفیر سره کتلي دي.

 دې ناسته کې د دواړو هېوادونو اړيکو کې د نوي څپرکي، وروستيو پرمختگونو، د اوبو او ايران کې مېشتو افغان کډوالو د وضعيت په تړاو هراړخيزې خبرې اترې کړي دي.

د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير ايران سره د افغانستان اړيکې مخ پر ودې بللي او ټينگار يې کړی چې دواړو هېوادونو باید له شته فرصتونو سمه ګټه پورته کړي.

یاده دې شي چې د تهران-کابل سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې شوي دي.

اړوند خبرونه