د سعودي عربستان چارواکو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست مولوي اميرخان متقي څخه هرکلی کړی دی.
د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد وايي، چې په دې هېواد کې له ښاغلي متقي څخه تود هرکلی د عالي پروتکول د ياد هېواد د ښه نيت او له ښو اړيکو څخه څرګندونه کوي.
دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست تېره ورځ سعودي عربستان ته سفر کړی او ټاکل شوې، چې په ګڼو مسائلو هم خبرې وکړي.