ډېر لوستل شوي

چوپړتياوو ته د قبایلي ولس نوې هيلې؛ د خوست، پکتیا او پکتیکا د پيل شويو پروژو ارزونه وشوه

د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله د فرمان د پلي کېدو پر بنسټ د سرحدونو، قومونو او قباليو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د خپلو سفرونو په ترڅ کې په خوست ولايت سربېره پکتيا او پکتيکا ولايتونو ته هم سفرونه کړي او اړوند مسوولينو سره يې ناستې کړې دي.

ياد وزارت وايي، چې د دې سفرونو په ترڅ کې يې د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسواليو کې يې له پيل شويو پروژو څخه څارنه کړې او ستونزې يې له نږدې اورېدلې دي.

ښاغلي نوري د يادو ولايتونو له مسوولينو غوښتي، چې خپل مسووليتونه په پوره دقت او سرعت سره ترسره کړي او په چارو کې له له شفافیت څخه کار واخلي. د ويلو ده، د يادو ولايتونو په لرې پرتو ولسواليو کې به خلکو ته د اوبو رسونې، مخابراتي شبکو، ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو، سرکونو او پلچکونو رغولو پروژې پلي شي او د خلکو لومړنيو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

اړوند خبرونه