ډېر لوستل شوي

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ مهمو ادارو ته نوي مسوولین وپېژندل شول

د چارو ادارې لوی ریاست وایي، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله د فرمان پر بنسټ یو شمېر نوې ټاکنې شوې دي.

 د یادو ټاکنو له‌مخې، د جنوب لويديځ زون د تميز رياست د سوداګرۍ دېوان پخوانی مفتي مولوي محمد اسماعيل د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي امر په توګه او د تخار ولايت پخوانی امنيه قوماندان مولوي نصرالله حذيفه د هلمند ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر په توګه ټاکل شوي دي.

 دغه راز د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ د امنیت مخکينی امر مولوي محمد دين شاه محبت د خوست ولايت د اقتصاد رياست د ریيس په توګه او د کندهار امنيه قوماندانۍ پخوانی جنايي امر شيخ فضل الحق شاکر د کندهار ولايت د بهرنيو چارو رياست د ریيس په توګه ګمارل شوي دي.

د معلوماتو پر بنسټ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رياست مخکینی ریيس مولوي ذبيح‌الله نوراني د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ریيس په توګه ټاکل شوي دي.

د ويلو ده، چې د اسلامي امارت د زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله له لوري د ښې حکومتولۍ په موخه وخت نا وخت د چارواکو په دندو کې د ادلون او بدلون فرمان صادروي.

اړوند خبرونه