د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير په افغانستان کې د قطر له شارژدافير ميردف بن علي القاشوطي سره کتلي دي.
په کابل کې د قطر سفارت وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو پر پراختيا او د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او مرستو د ډېروالي په تړاو خبرې شوې دي. دا په داسې مهال ده، چې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.