ډېر لوستل شوي

اوزبيکستان ته د يوه پلاوي سفر؛ د دوه اړخیزو همکاریو نوې پاڼه پرانېستل کېږي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د اسلامي امارت یوه لوړپوړي پلاوي اوزبیکستان ته سفر وکړ.

ياد وزارت وایي، چې دغه پلاوی به له اوزبیکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا، د تخنیکي او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، سیمه‌ییزو همکاریو او د کرنې په برخه کې پر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي. د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې د ښاغلي عمري په مشري د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د مرستیال، د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال او د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیالۍ، د بهرنیو چارو وزارت او د استخباراتو له ریاسته استازو پکې ګډون کړی دی.

اړوند خبرونه