د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په دې هيواد کې د خپل ماموریت له پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.
نوموړي تېره شپه په خپله اېکس پاڼه ليکلي، تر هغه پورې چې د نوموړي پر ځای بل مامور ټاکل کېږي؛ نو چارې به يې د يادې ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ په چوکاټ کې د افغانستان او پاکستان د څانګې رييس پر مخ وړي.
نيکلاسون دغه راز په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پر حضور ټينګار کړی او ويلي دي، چې ياده ټولنه له کابل سره ژمنه ده.
نوموړي زياته کړې، چې د هغه د ماموریت پای ته رسېدل به د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې پر دریځ هېڅ ډول منفي اغيزه ونهکړي.
توماس نیکلاسون نه یوازې درې کاله او لس مياشتې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه دنده کړې؛ بلکې له افغانستان سره یې د اروپا اړیکې هم اداره کړي دي.