د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد له ډويچ ويلا رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې له امريکايي پوځيانو پاتې شوې ټولې وسلې خوندي دي او د دولت د وسلو په ډیپونو کې ساتل کېږي.
مولوي ذبيحالله مجاهد ټینګار کړی، چې هیڅ وسله قاچاق شوې نهده او ټول پوځي تجهیزات د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دي.
ښاغلي مجاهد په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار وا نهخېستل شي. نوموړي زیاته کړې: “موږ غواړو چې افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره د امن ځای وي، نه د ګواښ سرچینه.” مجاهد همداراز ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو، مثبتو او متوازنو اړيکو غوښتونکی دی؛ تر څو د متقابل درناوي احترام او نهلاسوهنې پر بنسټ یو باثباته افغانستان ولرو.