ډېر لوستل شوي

د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي او ترانزيټي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

د هرات والي مولانا اسلام‌جار د قزاقستان د ملي اورګاډي شرکت د سترې پروژې د پلي‌کېدو د برخې له رييس مير بيکوف ارکين نورما خانبتويچ سره کتلي دي.

د ياد ولايت مقام د رسنيو دفتر وايي، په دې ناسته کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګريزو او ترانزيټي همکاريو په پراختيا خبرې شوې دي. په دې ناسته کې د هرات والي دغه راز د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د همکاريو پر لا ډېرېدو ټينګار کړی دی.

اړوند خبرونه