د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي او د قزاقستان جمهوريت د لومړي وزير مرستيال سريک ژومانگارين په کابل کې کتلي دي.
په دې ناسته کې پر دوو اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو، پانگونې، سوداگرۍ، ټرانزيټ او ټرانسپورټ هر اړخیزې خبرې اترې شوي دي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير قزاقستان سره د افغانستان اړيکې مثبتې ارزولي او په تېرو درې نیمو کلونو کې یې شته دوه اړخیز پرمختګونه ستایلي دي.
مولوي امير خان متقي ډاډ څرګند کړی چې قزاق لوري سره په سياسي، ټرانسپورټي او ټرانزيټي برخو کې اړيکې به لا پراخې کړي. همدا راز د بهرنیو چارو وزیر د تجارتي اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ د ودې په پار له قراقستاني پلاوي وغوښتل چي د ویزو په ورکړه کي دې اسانتیاوې رامنځته شي.
مولوي امير خان متقي قزاقستاني پلاوي ته وړانديز کړی چې افغانستان او قزاقستان په گډه د سيمې نورو هېوادونو سره په همغږۍ د ټرانزيټ په لار کې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره کار وکړي.
د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال افغانستان په سيمه کې د قزاقستان لپاره مهم او نه بېلېدونکی شريک بللی او په وینا یې چې هېواد يې تل افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړيکې ساتلي دي.
ښاغلي ژومانگارين کابل ته د خپل سفر موخه په کابل کې د قزاقي توکو د نندارتون ترڅنگ د افغانستان د وسپنې پټلۍ په برخه کې د تورغنډۍ-هرات وسپنې پټلۍ پر ليکه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په کچه پانگونه یاده کړې ده.
ده همداراز وويل، چې هېواد يې غواړي د افغانستان هرات ولايت کې د ټرانسپورټ او لوجسټيک مرکز جوړ کړي.
یاده دې شي چې د قزاقستان د لومړي وزیر دمرستیال په ګډون یو باصلاحیته پلاوی نن کابل ته راغلی دی.