په تېره یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ کال د وري مياشتې له ۲۲ نېټې څخه د وري تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې له لارې (۶۶۲۹۸) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
ټولګټو وزارت لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې (۵۰۷۹۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۳۶۴) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۷۶۱۲) ټنه او د خواف –هرات له لارې (۳۵۳۰) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۶۶۲۹۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي له هېواده وارد او صادر شوي دي.
ټولګټو وزارت زیاته کړې چې ددې صادراتو لویه برخه وچه مېوه، د انار جوس، کینو او کچالو جوړوي.
ټولګټو وزارت لیکلي چې که هر څومره د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي او ملي عواید ورسره زیاتیږي.
ټولګټو وزارت ژمنه کړې چې د ریل پټلۍ له لارې به انتقالات لا پراخوي.