د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي له خپل اوزبيکستاني سيال بختيار سعيدوف سره ټليفوني خبر کړې دي.
د ياد وزارت د رسنيو او عامه اړيکو رييس حافظ ضياءاحمد تکل د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دواړو لوريو د دوه اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو د لا پياوړتيا، سياسي، اقتصادي او ټرانزيټي همکاريو د پراختيا په تړاو خبرې شوې دي.
همداراز د اوزبیکستان د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شته ښو اړيکو خوښي ښودلې او زياته کړې ده، چې دې هېواد ته د افغانستان په صادراتو کې درې برابره زياتوالی راغلی.
ښاغلي متقي دغه راز د افغان ـ ټرانس سترې اقتصادي پروژې په پليکېدو او د سياسي، سوداګريزو او ترانزيټي همکاريو د پياوړتيا په بشپړ چمتووالي ټينګار کړی دی. د وزارت د خبر له مخې، په دې ترڅ کې د دواړو لوريو د اړيکو په دوام هم ټينګار شوی او پرېکړه يې کړې، چې د پاکستان په ګډون د درې اړخيزه غونډې د دقيقي نېټې او د ځای ټاکلو په پار به له ډيپلوماټيکي لارو خپلې همغږۍ ته دوام ورکړي.