ډېر لوستل شوي

د روږدو د ژغورنې دوام؛ لسګونه کسان روغ رمټ خپلو کورنيو ته وسپارل شول

له نشه‌يي توکو سره د کورنيو چارو وزارت د مبارزې منسوبينو ۳۸ روږي په غزني او ۲۴ روږدي په بلخ کې له څو مياشتني بستر او درملتې وروسته د ټاکل شوې کمېټې په وسيله خپلو کورنيو ته سپارلي دي.

ياد وزارت دغه راز زياته کړې، چې په بلخ، ارزګان، بغلان، زابل، غزني او پروان ولايتونو کې ۴۶ نور روږدي راټول او د بستر او درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته لېږل شوي دي.

دا په داسې مهال ده، چې ياد وزارت تر دې وړاندې هم د بستر او درملنې په موخه سلګونه روږدي راټول او تر ټاکل شوې مودې بستر او درملنې وروسته روغ رمټ خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.

اړوند خبرونه