ډېر لوستل شوي

د کډوالو د ستونزو حل؛ مولوي عبدالکبیر د اسلامي همکاریو له سفير سره خبرې وکړې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير په کابل کې د اسلامي همکاريو د سازمان له سفير محمد سعید العیاش سره په کتنه کې له افغان کډوالو سره پر مرستو او د يو شمېر عام‌المنفعه پروژو په تړاو خبرې کړې دي.

ياد وزارت وايي، چې مولوي عبدالکبير د کډوالو د دايمي ستونزو حل لپاره د کډوالو د استوګنيزو ښارګوټو په رغولو ټينګار کړی او په دې برخه کې يې د اسلامي همکاريو د سازمان په ګډون د ټولو مرستندويه ادارو د همکارۍ او مرستې غوښتنه کړې ده.

محمد سعید العیاش ويلي، چې دوی له کډوالو سره د مرستو راخپلولو ته کار کوي او تمه يې ښودلې، چې د ياد سازمان غړي هېوادونه د افغان کډوالو لاس‌نيوي ته ځانګړې پام‌لرنه وکړي.

اړوند خبرونه