ډېر لوستل شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت له چين سره مهمو پروژو په درشل کې

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور په کابل کې د چين له سفير ژاوشينک سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړي توګه د کاپيسا د باغدرې برېښنا بند پروژې، د باميانو د ۲۰ ميګاواټه لمريزې برېښنا پروژې او په نورو ولايتونو کې د لمريزې برېښنا پروژو د پلي‌کېد په تړاو خبرې شوې دي.

ښاغلي منصور په يادو برخو کې د چين پر همکاريو ټينګار کړی او په يادو شويو ولايتونو کې يې د ۱۰ ميګاواټه او ۵ ميګاواټه لمريزې برېښنا پروژو په پلي‌کېدو کې يې هم د همکاري غوښتنه کړې ده.

د چين سفير د باميانو د لمريزې برېښنا پروژې پلي‌کېدو ته بشپړ چمتووالی ښودلی او ژمنه يې کړې، چې د انرژي پراختيايي پروژو د پلي‌کېدو په برخه کې به خپله همکاري لا ډېره کړي.

بايد وويل شي، چې د باغدرې بند د جيوتخنيک او جيوفزيک مطالعاتو چارې د يوه چينايي شرکت له لوري په سيمه کې په ښه توګه روانې دي او د وزارت په وينا، چې په نږدې راتلونکې کې به د باميانو د لمريزې برېښنا پروژې عملي چارې هم پيل شي.

اړوند خبرونه