ډېر لوستل شوي

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د فرمان پلي‌کېدو په تړاو ځانګړې ناسته وشوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو مرستيال مولوي قدرت‌الله جمال په مشرۍ د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله د فرمان د ښه پلي‌کېدو په موخه ناسته وشوه.

د ياد وزارت وياند خبيب غفران په دې ناسته کې د ښاغلي جمال په حواله د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د فرمان له مخې د ټولو امارتي ادارو کارکوونکي مکلف ګڼلي، چې له خپلو کارکوونکو سره د کارونو د ښه تنظيم او ولس ته د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دوامداره ناستې وکړي.

د دې وزارت د دعوت او ارشاد رييس مولوي عبدالسلام اغا د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د فرمانونو پر پلي‌کېدو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې بايد د شهيدانو او مجاهدينو د قربانيو درناوی وشي.

اړوند خبرونه