د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستيال مولوي محمد يونس راشد د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال اندريو پاول سبرټون سره کتلي دي.
د ياد وزارت وياند خبيب غفران په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې ښاغلي راشد افغانستان ته د دې استازي په سفر خوښي ښودلې او ويلې دي، چې دا به د مغرضو رسنيو د غلطو معلوماتو پر ځای په هېواد کې د شته سرتاسري امنيت، د ولس د ابادۍ او ښېرازۍ هڅې په خپلو سترګو وګوري.
په دې کتنه کې پاول په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعاليتونو له دوام ډاډ ورکړی او زياته کړې يې ده، چې نړيوالې ټولنې ته به د افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي. د وزارت خبر له مخې، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيال سره په راغلي پلاوي کې د آسيا په کچه د UNFPA سيمهييز مسوول پيو او په افغانستان کې د دغې ادارې مسوول کوبينا اسانتي هم ګډون کړی وو.