ډېر لوستل شوي

افغان ديپلوماټ د تهران ۳۶م کتاب نندارتون په پرانيسته کې ګډون وکړ

په ايران کې د افغانستان سفارت دويم سکرتر يعقوب هلمندي د تهران د ۳۶م نړيوال کتاب نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

ياد سفارت وايی، دغه نندارتون د ايران د ملي شورا رييس، لوړپوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو د سفيرانو په ګډون پرانيستل شوی دی. ياد نندارتون هر کال په پراخه کچه تنظيمېږي، چې موخه يې هم د کتاب لوست دود ته وده، د فرهنګي بنسټونو ترمنځ همکاري او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د کلتوري اړيکو پراختيا ښودل شوې ده.

اړوند خبرونه