ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبير: د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو ته دې هر اړخيز اقدام وشي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير د پاکستان په کويټه ښار کې له افغان کونسل مولوي ګل حسن سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د پاکستان په بلوچستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل، د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ په ډېروالي او نورو موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې افغان کونسل په بلوچستان کې د کډوالو د وضعيت په تړاو وروستي معلومات شريک کړي او زياته کړې ده، چې په دې سيمه کې له افغان کډوالو سره پېښې د پخوا په پرتله راکمې شوې دي.

ښاغل عبدالکبير په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان سفارت او کونسلګريو هڅې ستايلې او ټينګار يې کړی، چې له هرې ممکنې لارې دې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وشي.

ياده دې وي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي تر څو په پاکستان کې د پاتې افغانانو وضعيت تعقيب، همغږۍ رامنځته او د ستونزو حل ته لاره هواره کړي.

اړوند خبرونه