ډېر لوستل شوي

افغانستان او روسيې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډې مبارزې ژمنه وکړه

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رييس مولوي مطيع‌الحق خالص د “نيوسکي نړيوال چاپېريالي کانګرس” په څنډه کې د روسيې د چاپېريال ساتنې او طبيعي سرچينو له وزير الکسندر کوزلوف سره کتلي دي.

ياده اداره وايي، په دې ناسته کې ښاغلي خالص په افغانستان کې د اقليمي بدلون او چاپېريالي پروژو د چارو په بيا پيل سربېره د اقليمي بدلون په نړيوال کنفرانس (COP-30) کې د افغان پلاوي د ګډون په برخه کې د زمينې برابرولو د همکاريو غوښتنه کړې ده. دغه راز الکسندر کوزلوف په يادو برخو کې خپلو همکاريو ته چمتووالی ښودلی او زياته کړې يې ده، چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې او چاپېريالي ستونزو د حل په برخه کې به له افغانستان سره هر اخیزه همکاري وکړي.

اړوند خبرونه