د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مولوي مطیعالحق خالص د یوه پلاوي په مشرۍ د اوبو له کمښت سره د مبارزې په برخه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په تخنیکي غونډه کې ګډون کړی دی.
د يادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د منځنۍ اسیا هېوادونو د ځانګړو استازو، د چاپېریال ساتنې وزیرانو او متخصصینو په ګډون سره په دې غونډه کې د اوبو د سرچینو د مدیریت اړوند پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوې دي.
په دې تخنیکي غونډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو د لاستهراوړنو او فعالیتونو، موجوده جوړښتونو، راتلونکي پلانونو، د اوبو پر سرچینو د اقلیمي بدلون اغیزو په ګډون پر بېلابېلو مسائلو مهم بحثونه شوي دي. چاپېریال ساتنې ملي ادارې دا هم ویلي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د دې غونډې ګډونوالو د اوبو سرچینو مدیریت، د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو د ګټورو ستراتیژیو او پالیسیو رامنځته کولو، د ګډو پروګرامونو پلي کولو، د څارنې سیسټمونو پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د اوبو د وېش لپاره د سیستماتیک میکانیزمونو د رامینځته کولو پر ارزښت ټینګار کړی دی.