د وزیرانو شورا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، چې اسلامي امارت د کورنيو توليداتو بشپړ ملاتړ کوي.
د اميد راډيو خبريال د صنعت اوونۍ د څلورم ملي نړيوال نندارتون په پرانيستغونډه کې د ښاغلي حنفي له قوله ويلي، له کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه هېواد ته پر هغو وارداتي توکو تعرفه وضعه شوې، چې په کور دننه هم تولیدېږي. په ورته مهال د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ويلي، چې اوسمهال افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او توليدي سکټورونو کې پر ځانبسيا شوی دی.