ډېر لوستل شوي

د صهیونیستانو پر یوه پوځي واحد د القسام برید؛ درې اشغالګر وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

د حماس جهادي غورځنګ پوځي څانګې القسام پر صهيونيست رژيم اشغالګرو بريد کړی، چې د دې رژيم درې پوځيان وژل شوي او ‍۱۱ نور ټپيان شوي دي.

قدس خبري شبکې د ځايي سرچينو په حواله ويلي، چې القسام ځواکونو د اسراييلي پوځيانو په يوه ټولي لومړی د ځای پر ځای شوي ماين ته چاودنه ورکړې او له هغې وروسته يې راکټي بريدنه پرې کړي دي. دا په داسې مهال ده، په دې وروستيو کې اسراييلي اشغالګر په غزه کې عمليات پيل کړي او په دې پايله کې حماس جهادي غورځنګ ځواکونو هم خپل بريدونه زيات کړي او ګڼ شمېر صهيونيستي اشغالګرو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

اړوند خبرونه