د ایران – اسرائیل په جګړه کې د امریکا احتمالي مداخلې ته د غبرګونونو په دوام، تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال «سرګئي ریابکوف» ویلي چې د امریکا مستقیمه پوځي مرسته وضعیت کړکېچن کوي.
ریابکوف نن (چهارشنبې، د غبرګولي ۲۸مه) خبرداری ورکړی چې که امریکا د صهیونیستي رژیم مستقیمه پوځي مرسته وکړي، نو د منځني ختیځ وضعیت به په بشپړه توګه بېثباته شي.
تر دې مخکې د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې (SVR) مشر، سرګئي ناریشکین د ایران – اسرائیل ترمنځ وضعیت کړکېچن بللی و.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ روانې جګړې ته د امریکا پر وردانګلو فکر کوي.
ټرمپ په خپلو پرلهپسې خو بېلابېلو خبرداریو کې کله له قید و شرط پرته د ایران تسلیمېدل غواړي؛ کله ایرانیانو ته د تهران د تخلیې وړاندیز کوي او کله هم په روانه جګړه کې د امریکا د نهښکېلیتیا څرګندونې مطرح کوي.