د تهران – تلابیب د ۱۲ ورځنۍ جګړې له پایتهرسېدو وروسته د ایران مذهبي مشر، آیت الله علي خامنهيي خپل ولس ته په دې جګړه کې د «تهران» د بریا مبارکي ویلې ده.
خامنهيي ایراني ولس ته د وینا پرمهال ویلي چې نه یوازې پر صهیونیستي رژیم، بلکې پر امریکا هم بریالي شوي دي.
د ایران مذهبي مشر همداراز ویلي چې امریکا په دې جګړه ‘د اسرائیلي رژیم د بشپړ له منځهتللو په خاطر’ ښکېله شوه، خو ادعا یې کړې چې تهران او تلابیب کومه لاستهراوړنه نه درلوده.
د ایران د مذهبي مشر دا څرګندونې داسې مهال دي چې تازه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ ویلي چې واشنګټن به راتلونکې اوونۍ له تهران سره اټومي مذاکرات بیا پیل کړي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي چې امریکا ښايي راتلونکې اوونۍ یو ځل بیا له ایران څخه د اټومي پروګرامونو د پایتهرسولو غوښتنه وکړي. د ویلو ده چې ایراني چارواکو تر اوسه د ټرمپ د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.