ډېر لوستل شوي

غزني کې د نوې دیني مدرسې د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې

د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د نږدې ۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د یوې نوې ابتدایه دیني مدرسې د ودانۍ د جوړېدو چارې پيل شوې.

ځايي مسوولينو د چارو په پرانيستغونډه کې ويلي، یاده پروژه د سیمې د خلکو په همکارۍ او د یو خیریه شخصیت په مالي ملاتړ پلي کېږي.

د دې مدرسې لپاره شاوخوا ۷.۵ جریبه ځمکه د ځایي اوسېدونکو له لوري وړیا ورکړل شوې او د ودانۍ پر جوړولو نږدې ۲ میلیونه افغانۍ لګول کېږي.

اړوند خبرونه