د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې تېره ورځ د سخت باران، تندر او تېز توپان له امله لږ تر لږه ۸ تنه مړه شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ژغورنې ځايي ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند فاروق احمد ویلي، چې دغه مرګژوبله د دیوالونو، چتونو، اعلاناتي لوحو د ړنګېدو او د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.
پېښې د لاهور، ګوجرانواله، شېخپوره، قصور او ننکانه صاحب په ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
د راپورونو له مخې، تر ټولو ستره پېښه د لاهور ښار د شریفپورې احمد ټاون په سیمه کې شوې، چې یو خام کور د توپان پر مهال نړېدلی دی.
ويلکېږي، په دې پېښه کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن له خپلې اووه میاشتنۍ ماشومې سره مړه شوې او خاوند یې ټپي شوی دی.