ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوي

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د صنعتي ښارګوټي پنځم فاز د پرانیستې او د څلورم فاز د ځمکو د مالکیت اسنادو د وېش په مراسمو کې ګډون او وینا کړي دي.
د ارګ د اعلامیې له مخې چې د رییس‌الوزرا اداري مرستیال په دې مراسمو کې بېلابېلو مسایلو ته په اشارې ټولو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی، او دوی ته یې د داخلي محصولاتو د کیفیت لوړولو سپارښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې د مولوي عبدالسلام حنفي له قوله ویل شوي: “د اسلامي امارت رهبري په راتلونکي کې هم تاجرانو، پانګوالو او صنعتکارانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي، ترڅو هغوی په ارام فکر په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او یو له دې اقداماتو څخه د ادارو الکترونیک کول دي چې د اسلامي امارت له لوري پیل شوي.”
د رییس‌الوزرا اداري مرستیال همداراز له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدو ته په اشارې له ټولو ملي سوداګرو غوښتي چې د راستنېدونکو لاسنیوی وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي دا هم ویلي چې پر داخلي توکو د خلکو د باور زیاتېدو په خاطر باید سوداګر او صنعتکاران د داخلي محصولاتو د کیفیت لوړولو هڅې وکړي.
دا مراسم د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې په نوښت جوړ شوي و چې د هرات د ځايي مسوولینو ترڅنګ پکې د یاد ولایت سوداګرو او پانګوالو هم ګډون درلود.

اړوند خبرونه