د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) ویاند شان پارنل تازه ویلي چې د افغانستان او ویتنام د جګړو تجربې باید بیا تکرار نشي، ځکه دواړو هېوادونو ته د پوځي یرغل له لارې د امریکا حضور او بیا ناڅاپي وتل، د واکمنو ادارو سقوط ته لاره هواره کړه.
پارنل دا څرګندونې تېره شپه په یوې خبري ناسته کې کړې او زیاته کړې يې ده چې واشنګټن باید له دغو ناکامو تجربو زدهکړه وکړي.
د پنتاګون ویاند همداراز خبرداری ورکړی چې د امریکايي پوځیانو د وتلو د څرنګوالي د ارزونې لپاره یو ځانګړی څېړنیز ټیم له جولای میاشتې (۹ چنګاښ) خپلې رسمي هڅې پیلوي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا څېړنه به مرسته وکړي څو راتلونکی پوځي ماموریتونه له پخوانیو ستراتیژیکو تېروتنو خوندي پاتې شي.