د امریکا میلیاردر او د اېکس مالک ایلان ماسک، د “امريکا ګوند” په نوم یو نوی سیاسي ګوند تاسیس کړی دی.
ماسک ويلي چې دا ګوند به د خلکو د ازادۍ لپاره مبارزه کوي. هغه دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پرون د مالي یو نوی قانون تصویب کړ. ماسک باور لري چې دا قانون به هېواد له اقتصادي شاتګ سره مخامخ کړي. ایلان ماسک چې پخوا د ټرمپ د کابینې د چارو د اغېزمنتیا د څار رییس پاتې شوی، وایي چې اوسنی وضعیت بدلون ته اړتيا لري او د “امريکا ګوند” به د دغه بدلون لپاره نوې لاره پرانیزي.