ډېر لوستل شوي

د سوریې حکومت: سوېدا ښار یې له جنګیالیو پاک کړی

د سوریې حکومت د لنډمهاله ولسمشر احمدالشرع په لارښوونه، د سوېدا ښار له قبیلوي جنګیالیو پاک کړی او نښتې پای ته رسېدلې دي.

د سوري حکومت د چارواکو په وینا، دا اقدام د اوربند له اعلان وروسته ترسره شوی، څو د “دروزو او بدوینو” قبیلو تر منځ روانې شخړې ختمې شي.

د ياد هېواد د اطلاعاتو وزیر حمزه المصطفی وايي، چې اوربند د ملکیانو د خوندیتوب او د شخړو د محدودولو په موخه شوی دی. د راپور له مخې، حکومت د سوېدا په شمالي او لوېدیځو سیمو کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي او د روغتیا وزارت د بیړنیو طبي مرستو کاروان هم سیمې ته لېږل شوی دی.

اړوند خبرونه