د کندهار ځایي مسوولین وایي چې پروسږ کال له کندهار څخه د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت زیره بهر ته صادره شوې وه.
د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې مسوولینو امید راډیو ته ویلي چې دا صادرات تر ډېره هند هېواد ته شوي، او سږ کال به د زیرې صادرات نور هم زیات شي.
د مسوولینو په وینا چې پروسږ کال له کندهار ولایت څخه ۶ زره ۳۲۱ ټنه زیره بهر ته صادره شوې وه.
بلخوا د زیرې یو شمېر سوداګرو له امید راډیو سره په خبرو کې ویلي چې هند ته د صادرېدونکې تورې زیرې بیه له سپینې زیرې لوړه ده او په وینا یې، تمه شته چې سږ کال به له رقم څخه ډېره زيره صادر شي.
د ویلو ده چې د کندهار زيره د هند تر څنګ پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا هيوادونو تاجکستان ازبکستان، قزاقستان او نورو ته صادرېږي.