ډېر لوستل شوي

په برېښنا او نورو اقتصادي برخو کې د افغانستان او ازبکستان اړیکې پیاوړې وبلل شوې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس، ډاکټر عبدالباري عمر د ازبکستان له سفیر «اُیبیک عثمانوف» سره په کتنه کې د برېښنا اړوند پر لویو پراختیايي پروژو خبرې کړې دي. 

د دغه شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې ډاکټر عبدالباري عمر د دواړو هېوادونو پرمختګونه ستایلي دي. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس، ډاکتر عمر د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو په توګه د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا کې نوي پرمختګونه وستایل او د ګډو اړیکو پر لا زیاتې پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.”

 بلخوا د ازبکستان سفیر د برېښنا په ګډون ګڼو اقتصادي برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا خوښي ښودلې او د همکاریو د دوام ډاډ یې څرګند کړی دی. 

د افغانستان برېښنا شرکت ویلي چې په دې کتنه کې همداراز دواړو لورو پر یادو موضوعاتو سربېره د برېښنا نویو پروژو او چارو همغږي‌کولو په اړه هم بحث کړی دی.

اړوند خبرونه