ډېر لوستل شوي

هېواد ته يوازې نن ورځ شاوخوا ۱۹۰۰ افغان کورنۍ راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء نن ورځ راپور ورکړی، چې له ګاونډيو هېوادونو شاوخوا ۱۹۱۴ کورنۍ، چې ۱۵ زره ۶۰۱ تنه کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

راپور ښيي، چې له اسلام‌کلا، ورېښمو، سپین‌بولدک، تورخم او انګور اډې له لارو راستنو شويو کډوالو ته د تثبیت، ثبت، لېږد، روغتیا، پوهاوي او مالي برخو کې بېلابېل خدمتونه برابر شوي دي.

د مالي چارو د کمېټو له لوري له ۱۷۱۰ کورنیو سره ټول ټال نږدې ۱۳.۷ میلیون افغانۍ نغدې مرستې شوې دي او ۵۵۳ تنه په خوندي توګه خپلو کورنو ته لېږدول شوي دي.

همداراز، د عامه پوهاوي کمېټو له‌خوا مهاجرینو ته د اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر، ښوونې او د لنډمهاله مېشتېدو په اړه معلومات ورکړل شوي او د مخابراتي خدمتونو په برخه کې ۵۸۱ سیمکارتونه هم  وېشل شوي دي.

د روغتیايي خدماتو کمېټو له‌خوا یوازې د ورېښمو په لاره ۱۲۱۱ تنه کډوالو ته درملنه شوي او د غذايي مرستو ترڅنګ سلګونه ډوډۍ او اوبه هم وېشل شوي دي.

د یاد کمېسیون د دارالانشاء مسوولينو ډاډ ورکړی، چې رستنو شويو کډالو ته به د اړينو اسانتياوو د برابرولو په موخه دا بهیر دوام ولري.

اړوند خبرونه