ډېر لوستل شوي

سټنډرډ ملي ادارې تېره میاشت کې له ۱۴ زرو ډېرې جوپې ودانیز توکي ارزولي

د سټنډرډ ملي ادارې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ترڅ کې، د هېواد په بندرونو کې ۱۴ زره او ۱۸۶ جوپې ودانیز توکي تثبیت او ارزولي دي.

يادې ادارې د دغه توکو ټولیز وزن ۴۹۱ زره ۸۴۳ اعشاريه ۷۵۲ ټنه او متراژ یې نږدې ۹۳۰ زره متره مربع ښودلی دی.

د مسوولينو په وينا، یادو توکو کې سیمنټ، وسپنه، قیر، کاشي، سرامیک او ګاډر شامل دي، چې له ډلې یې ۸۱۹۷ نمونې د لابراتواري ازموینې لپاره اخیستل شوې دي.

د سټنډرډ ملي ادارې د معلوماتو له مخې، له یادو جوپو څخه ۵ محمولې چې ۲۰۳.۴۹ ټنه وزن یې درلود، د کیفیت له معیارونو سره سمون نه‌درلود، چې هېواد ته د هغوی د داخلېدو مخه نیول شوې ده. يادې ادارې ټينګار کړی چې د متخصص پرسونل او مجهزو لابراتوارونو پر مټ هڅه کوي، د ودانیزو توکو د کیفیت کچه لوړه وساتي او د ودانیز سکټور د مطلوب کیفیت تأمین یقیني کړي.

اړوند خبرونه