سرچینو ویلي چې پرون د صهیونېست رژیم په هوایي بریدونو او مخامخ ډزو کې شاوخوا ۴۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
له دې ډلې ۱۰ تنه د مرسته اخیستو او پاتې ۳۰ تنه په هوایي بریدونو کې شهیدان شوي.
همدارنګه غزه کې روغتیایي سرچینو خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ فلسطینیان له لوږې مړه شوي. د راپورونو له مخې د صهیونېست رژیم د کلابندۍ او پرلپسې بریدونو راهیسې په غزه کې یوازې د لوږې له امله ۱۸۰ تنه مړه شوي دي.