مالیې وزارت وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي.
قاچاقوونکو غوښتل چې دا توکي له ګمرکي محصول پرته په پټه د هېواد بازارونو ته داخل کړي.
په نیول شویو توکو کې (۱۱۸۴۰) کیلو ګرامه انساني او زراعتي طبي درمل، (۴۸۹۵) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۵۷۵) کیلو ګرامه ملایي، (۱۰۷۸) کیلو ګرامه رخت، (۱۳۲۰) کیلو ګرامه مۍ، (۶۲۵) کیلو ګرامه خام نخود، (۳۰۰) کیلو ګرامه پلاسټیک، (۳۲۴) کیلو ګرامه بیسکوېټ، (۳۶۰) کیلو ګرامه کیچپ، (۲۰۴) کیلو ګرامه خوراکي پوډر، (۱۶۲) کیلو ګرامه د چلم مېوه، (۱۴۴) کیلو ګرامه تمباکو، (۹۹۰) کیلو ګرامه پنیر او (۴۰) کیلو ګرامه جامې شاملي دي.
مالیې وزارت ډاډ ورکړی، چې له ګمرکي محصول پرته هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د هېواد بازارونو ته په پټه توکي داخل کړي.