د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي چې د ښار د سړکونو او لارو د روښانهکولو په موخه د برېښنايي تجهیزاتو د نصبولو پروژې چارې د ۴ میلیون ۶۹۶ زره ۸۱۸ افغانیو په لګښت پيل شوې دي.
د امید راډیو خبریال د دغه ولایت د ځايي مسوولینو په حواله راپور ورکړی چې دا پروژه د هرات ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه پلې کېږي او شپږ میاشتې وروسته به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د هرات ښاروالۍ تخنیکي مسوولینو همداراز ویلي چې د دې پروژې له تطبیق څخه هدف د شپې لخوا د واټونو روښانه ساتل، د امنیت ټینګښت او ښاریانو ته په تګ راتګ اسانتیاوې برابرول دي.
په ورته وخت کې د هرات ښار اوسېدونکي د دې پروژې د چارو پر پیلېدو خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې دا به د ښار له ښکلا او د امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي.
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د هېواد په یو شمېر ښارونو کې د سړکونو د روښانهکولو ورته پروژې پلې شوي او هېوادوالو یې هرکلی کړی دی.

