د حماس جهادي غورځنګ د اسرائيل کابینې له لوري د غزې ښار د بشپړ نیولو د پلان تصویب ته په غبرګون کې ویلي، چې د نتنياهو له لوري جوړ شوی هر ځواک سره به د اشغالګر رژیم د تړلي ځواک په توګه چلند وشي.
ياد غورځنګ په اسلامي هېوادونو غږ کړی، چې غزه دې په دې سختو او برخلیک ټاکونکو شېبو کې یواځې نه پرېږدي.
د حماس په وينا، صهيونيست رژيم خپل پوځيان په غزه کې په داسې حال کې يرغل ته چمتو کوي، چې د دې سيمې ټول وګړي د لوږې، بمبارۍ او مرګ په بدو څپو کې راګېر دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اسرائيل کابینې د پوځ د سپارښتنو پر خلاف د لومړي وزیر نتنياهو هغه طرحه تصویب کړه، چې له مخې به یې د غزې ښار د بشپړ نیولو عملیات ترسره شي.

