د سرپل ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست د خوړو نړیوال سازمان (FAO) په مالي مرسته، د ګوسفندي ولسوالۍ په کاریز کلي کې د ۹ چکډمونو د جوړېدو چارې پیل کړې.
د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، دغه پروژوه د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت پيل شوې او په بشپړېدو سره به شاوخوا ۵ زره کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
چارواکي وايي، دا پروژه به د سېلابونو په مهار، د سطحي اوبو په زېرمه کولو او د سیمې د خلکو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزناک رول ولري.
د کاریز کلي اوسېدونکي د دې پروژې له پیل څخه خوښي ښيي او دا یې د خپل ژوند د ښه والي لپاره یو مهم ګام بللی دی.