د کېنیا په پلازمېنه نایروبي ښار کې د اورګاډي او یو بس د ټکر له امله لږ تر لږه څلور تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
پېښه د پنجشنبې په ورځ د «نایواشا» سیمې ته نږدې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې یو بس د کېنیا پایپ لاین د روزنیز شرکت کارکوونکي لېږدول.
د سره صلیب یوه کارکوونکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې تر دې دمه د پېښې له ځایه څلور مړي را ایستل شوي دي.
خو ځینې ځايي رسنيو بیا د مړو شمېر شپږ تنه ښوولی دی. د پېښې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو روغتيايي حالت یې د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

