ډېر لوستل شوي

استرالیا د غزې د بشپړ نیولو د پلان مخالفت کړی

وروسته له هغې چې د اسرائيل کابینې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له لوري د غزې د نیولو پوځي طرحه تصویب کړې، استرالیا له له ياد رژيمه غوښتي چې “په دې لاره ګام وانخلي”.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې جبري او دایمي کډوالي د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی او دا ډول اقدام به یواځې د غزې انساني ناورين لا پسې ژوره او پراخه کړي. نوموړې ټینګار کړی، چې اسرائيل باید له دې پوځي لارې لاس واخلي او د خلکو بشري حقونه، نړیوال اصول او د غیرپوځيانو خوندیتوب ته درناوی ولري.

اړوند خبرونه