د پاکستان ملي شورا د «تحریک انصاف پاکستان» ګوند درې مهم غړي له پارلماني دندو ګوښه کړي دي.
د اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، عمر ایوب د اپوزېسیون د مشر له دندې لرې شو، زرتاج ګل د پارلماني مشرې په توګه خپل مقام له لاسه ورکړی او احمد چټه د پارلماني مشر د مرستیال له دندې لرې شوی دی.
دغه پرېکړه وروسته تر هغې شوې، چې په فیصلاباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د مې ۹مې د لاریونونو په تړاو د یو شمېر «پيټيای» مشران تر ۱۰ کلونو بند محکوم کړل.
پارلمان همداراز د یاد ګوند د اووه نورو غړو د ۱۵ کمېټو غړیتوبونه لغوه کړي او یو شمېر یې له کمېټو مشرۍ هم ګوښه کړي دي. د ترهګرۍ ضد محکمې تر دې وړاندې د «تحریک انصاف پاکستان» د ۵۰ مشرانو د نیولو حکم هم صادر کړی وو.

