ډېر لوستل شوي

پوهنې وزارت په رياضي برخه کې له نابغه ماشوم سميع ‌الله ستاینه وکړه

د پوهنې وزارت مسوولینو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ریاضي په برخه کې د نابغه ماشوم سمیع‌الله ستاینه کړې ده.

سمیع‌الله یو افغان ماشوم دی چې په ریاضي حسابونو کې بې‌ساری استعداد لري او د ګڼو پېچلو حسابونو پایلې په خورا لنډ وخت کې وړاندې کوي.

دغه مراسم د پوهنې وزارت له لوري د ماشوم د ځانګړو وړتیاوو د قدردانۍ او هڅونې په موخه جوړ شوي و، چې په کې د هغه د لا پرمختګ او تعلیمي راتلونکي لپاره ژمنې هم وشوې.

اړوند خبرونه