ډېر لوستل شوي

پکتیا کې د کورنیو صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو درې‌ ورځنی نندارتون پرانیستل شوی

د پکتیا په مرکز، ګردیز ښار کې د «تور الماس» په نوم د کورنیو صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو په درې‌ ورځني نندارتون کې له بېلابېلو ولایتونو څخه د شاوخوا سلو وطني شرکتونو او فابریکو تولید شوي خوراکي توکي، نقلیه وسایط، درمل، زراعتي تولیدات او لاسي صنایع نندارې ته اېښودل شوي دي.
د امید راډیو خبریال راپور ورکړی چې دا نندارتون د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ او د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له لوري په کور دننه جوړېدونکو توکو د نندارې او بازارموندنې په موخه پرانیستل شوی دی.
په راپور کې د پکتیا د صنعت او سوداګری رییس، مولوي عظیم الله له قوله ویل شوي چې له ياد نندارتون څخه یې موخه کورنیو توليداتو ته بازارموندنه او پر افغاني توکو د خلکو باور زیاتول دي.
بلخوا د پکتیا مرستیال والي، شیخ انعام الله صلاح الدین له سوداګرو او صنعتکارانو غوښتي چې د صنعتي پارک د ځمکو د ویش په برخه کې دې له دوی سره خپل غوښتنلیکونه شریک کړي، څو د کارخونو لپاره ورته ځمکې په واک کې ورکړل شي.
په ورته مهال د ياد نندارتون جوړوونکي او د سيکارام احمدي شرکت مسوول مسعود حقمل امید راډیو ته ویلي چې په ياد نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه په ۶۰ غرفو کې توليدي توکي او کرنیز محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي.
دوی دا ډول نندارتونونه کورنیو توکو ته د بازارموندنې په برخه کې ګټور بللي او له صنعت او سوداګرۍ وزارت یې غوښتي چې د کورنیو توکو لپاره دې له هېواد بهر بازار پيدا او د لېږد په برخه کې همکاري وکړي.

اړوند خبرونه