ډېر لوستل شوي

د پوتين او کيم ټيليفوني خبرې؛ د اوکراین جګړه کې مسکو ته د هر اړخيز ملاتړ ډاډ ورکړل شوی

د امریکا او روسیې د مشرانو له لیدنې دوه ورځې وړاندې، د روسیې او شمالي کوریا دولتي رسنیو د ولادیمیر پوتین او کیم جونګ اون له ټیلیفوني خبرو خبر ورکړی دی.

ټاس خبري اژانس د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس (KCNA) په حواله لیکلي چې دغه خبرې نن (چهارشنبه، زمري۲۲مه) ترسره شوې دي.

په دې خبرو کې د شمالي کوریا مشر خپل روسي سیال ته ډاډ ورکړی چې پیونګ یانګ به په اوکراین کې د روسیې له پوځي اقداماتو په بشپړ او هر اړخیزه توګه ملاتړ وکړي.

د راپور پر بنسټ، پوتین هم د شمالي کوریا له مرستو او د دې هېواد د سرتېرو له حضور څخه چې د روسیې د «کورسک» سیمې د اوکرایني ځواکونو له ولکې څخه د آزادولو په عملیاتو کې یې برخه اخیستې، قدرداني کړې ده.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د روسیې او شمالي کوریا مشرانو «د هرې برخې په کچه د همکاریو د ژورولو او پراختیا» ستاینه کړې او د ټولیزو او ستراتیژیکو همکاریو د تړون له مخې یې د لا زیاتې همکارۍ د پیاوړتیا پر ژمنتیا ټینګار کړی دی. دا لیدنه په داسې مهال ترسره شوې چې تمه ده د سپینې ماڼۍ او کریملین مشران راتلونکې جمعه د امریکا د الاسکا ایالت په ښار کې د اوکراین د جګړې پر سرنوشت خبرې او لیدنه وکړي.

اړوند خبرونه